په لاهور کې يوه فعاله د لږ ساعت لپاره د اغوا کيدو نه وروسته خوشې کړې شوه

ای ايف پي

لاهور -- يوه برتانوي او پاکستاني فعاله، چې د پاکستان په پوځ باندې د تنقيد له کبله مشهوره ده، په لاهور کې د سه شنبې په ورځ (د جون په ۵ مه) د نامعلومو کسانو لخوا اغوا کړی شوه. د هغې کورنۍ وويل، چې هغوی په ويره کې ول چې کيدې شي هغه په زور غايب کړې شوې وه.

۵۲ کلن ګل بخاري وروسته له هغې د يو څو ګهنټو لپاره غايب شوه کله چې پوځ په يو نيوز کانفرنس کې خبرداری ورکړو چې دوی د هغو کسانو څارنه کوي کوم چې په هيواد کې د آزدا بحث په وړاندې د مبارزې له کبله په پاکستان تنقيد کوي.

د هغې ميړه، میر نادر علی، ای ايف پي ته وویل، بخاري په لاهور کې نيوز سټيشن ته روانه وه چې د شپې ناوخته په شو کې د يو شنونکي په توګه برخه واخلي، چې "په عامو کپړو کې کسانو" هغه ودروله.

هغه وروسته تایید وکړو چې نوموړې خوشې شوې ده خو نور معلومات یې ور نه کړل.

بخاري د خوشې کیدو څخه يو څو ګهنټې وروسته په يو بیان کې د هغه مختلفو خلکو شکريه ادا کړه کومو چې تیره شپه د هغې د خونديتوب لپاره يو ځای شول او خپلې اندیښنې يې څرګندې کړې."

بخاري په انټرنيټ باندې د بشري حقوقو د ملاتړ لپاره پیژندل کیږي. د هغې مقالې په پوځ او د هغې په پالیسو خورا تنقيد کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500