وفاقي نګران کابینې په اسلام آباد کې حلف واخيستو

پاکستان فارورډ

اسلام آباد -- ډان ورځپاڼې راپور ورکړو چې صدر ممنون حسین د سه شنبې په ورځ (د جون په ۵ مه) په اسلام آباد کې د نګران حکومت د شپږ کسيزې کابینې نه حلف واخيستو.

دا کابینه به د نګران وزير اعظم، د سپريم کورټ پخوانی چيف جسټس، ناصر الملک، سره د جولای په ۲۵ مه د ټولټاکنو پورې د هیواد په انتظام کې مرسته کوي.

ناصر الملک د جون په لومړۍ نېټه وروسته له هغې حلف واخيستو کله چې د پاکستان ملکي حکومت د هیواد په تاریخ کې په دویم ځل د پنځو کالو ميعاد پوره کړو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه خواهش لرم چې په پاک پوځ کې شامل شم، مهرباني وکړئ ما سره مرسته وکړئ.

ځواب