په جنوبي وزيريستان کې د مولوي نذیر وسله والو او پي ټي ايم ترمینځ نښتې رامنځته شوې دي

ای ايف پي

وانا، جنوبي وزيريستان -- چارواکو وويل چې په جنوبي وزیرستان کې د افغانستان پولې ته نژدې د يکشنبې په ورځ (د جون په ۳ مه) د پښتنو فعالینو او سیمه ایزو وسله والو تر مینځ په نښته کې دوه کسان ووژل شول او ۲۵ نور ټپیان شول.

دا پېښه د وانا په رستم بازار کې رامنځته شوه، چیرې چې پخوا پوځ د طالبانو او القاعدې پر ضد د عملياتو يوه لړۍ پيل کړې وه.

د پښتنو د ساتنې غورځنګ (پي ټي ايم) ملاتړو غوښتل چې په قبایلي سیمو کې د کرپشن د زیاتوالي په وړاندې لاریون وکړي.

د ځايي انتظاميې يو سينير چارواکي ای ايف پي ته د نوم نه ښودلو په شرط وويل، "دا نښته وروسته له هغې رامنځته شوه کله چې د مولوي نذير ګروپ ځايي وسله والو هغوی د احتجاجي ريلي کولو نه منع کړل."

مولوي نذیر وزیر د تحریک طالبان پاکستان پلوه وسله وال کمانډر و. هغه په افغانستان کې په ایتلافی ځواکونو بریدونه ترسره کړې ول. هغه په ۲۰۱۳ کال کې په هوایي برید کې وژل شوې و.

د نوموړي په وینا، د پښتنو فعالینو د وسله والو دوه دفترونه وسوځول، چې په نتیجه کې دوی په يو بل ډزې پيل کړې. په دغه پيښه کې دوه تنه ووژل شول او ۲۵ نور ټپیان شول.

چارواکو فوري توان ونه لرلو چې د وژل شویو او ژوبل شويو کسانو هویت معلوم کړي.

د سیمه ایزو استخباراتو یو بل چارواکي، چې د پیښې او تلفاتو تایید یې وکړو، ای ايف پي ته وویل، ځايي انتظاميې په چټکۍ سره په سیمه کې کرفیو نافذ کړه چې په چټکۍ سره خرابيدونکي حالات کنټرول کړي.

يو بل چارواکي وويل چې د وضعيت د کنټرول کولو لپاره هڅې روانې دي. هغه زياته کړه چې ځايي انتظاميه د "دواړو خواوو" سره خبرې اترې کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500