ملکي حکومت خپل ميعاد پوره کړو او واک يې نګران حکومت ته وسپارلو

ای ايف پي

اسلام آباد -- د پاکستان ملکي حکومت د جمعې په ورځ (د جون په لومړۍ نيټه) د هیواد په تاریخ کې په دویم ځل خپل ميعاد پوره کړو، په داسې حال کې چې نګران حکومت به د جولای په وروستيو کې د ټاکنو نه مخکې د حکومت واګي سنبال کړي.

د قومې اسمبلۍ او د کيبنيټ د تحليل کيدو نه مخکې، حکومتي پارټۍ پاکستان مسلم لیګ نواز په فیسبوک باندې په يو بيان کې وويل، د دې ميعاد پوره کول په پاکستان کې د جمهوريت لپاره د بریا یوه کیسه ده.

ډان ورځپاڼې راپور ورکړو چې یو څو ګهنټې وروسته، د سپریم کورټ پخواني چيف جسټس ناصر الملک په اسلام آباد کې د نګران وزيراعظم په توګه وټاکل شو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500