د بشري حقونو فعاله وايي چې د ۲۰۱۱ کال راهيسې د ۳،۰۰۰ څخه زیات هزاره ګان وژل شوي دي

پاکستان فارورډ

اسلام آباد -- ډان ورځپاڼې راپور ورکړو چې د بشري حقونو فعالې د ارقامو له مخې، د ۱۱ سپمتمبر ۲۰۱۱ کال راهيسې په پاکستان کې د هزاره ټولنې له ۳،۰۰۰ څخه زیات غړي وژل شوي دي.

جلیله حيدر، د بشري حقونو فعاله او وکیله، د چهارشنبې په ورځ ( د می په ۲۳ مه) په دې وروستيو کې په يو بريفنګ کې د بشري حقونو په اړه د سنيټ کميټۍ څخه غوښتنه وکړه چې د هزاره ټولنې د ستونزو تحقیقات وکړي.

د غیر رسمي ارقامو له مخې، د مرګ ژوبلې شمير ۴،۰۰۰ دی.

جلیله حيدر زياته کړه، "د ۹۰،۰۰۰ څخه زیات هزاره کورنيو نورو هیوادونو ته هجرت کړی ... چې هلته کې هغوی نور هم په بد حالت کې ژوند کوي. دوی باید بیرته راوستل شي او بیا ځای پر ځای کړی شي."

هغې وويل، "د قانون هيڅ واک نشته. زموږ په ناسمه توګه وضاحت کيږي. هزاره ښځې ځورول کيږي، او زموږ د ماشومانو لپاره د ژوند امنيت نشته."

د فرنټیر کور لفټننټ کرنل بلال حيدر وویل، د فرقه يي جرمونو په وړاندې امنیتي تدابیر روان دي.

هغه کميټۍ ته وويل، "د ايف سي ګمارل په بشپړه توګه د هزاره ګانو په امنیت تمرکز کوي. ځواکونه د ارامو سیمو نه راویستل شوي، او ډیر په سرحدي سيمو کې ځای پرځای شوي چې د هزاره ګانو د هدفي وژنو مخه ونیسي. له ۲۰۱۲ کال راهیسې، د بريدونو او مرګ ژوبلې شمير کم شوی دی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500