بنو -- ډان خبرې اژانس د جمعې په ورځ (د می په ۱۱ مه) راپور ورکړو چې د خیبر پښتونخواه په بنو ډسټرکټ کې د سړک په غاړه د چاودیدونکو توکو د چاودنې له کبله يو پوليس ووژل شو او د دوو پوليسو په شمول شپږ کسان ژوبل شول.
د ډسټرکټ د پوليسو افسر صادق بلوچ وويل، دې ريموټ کنټرول بم، چې کوهاټ چورنګی ته نژدې په یو موټرسايکل کې پټ شوی و، د پولیسو یو ګاډی په نښه کړو.
هیڅ يوې ډلې د دې مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.