امنیتي ځواکونو په بلوچستان کې د لشکر جهنګوي کمانډر ونیولو

پاکستان فارورډ

کويټه -- ډان خبرې اژانس راپور ورکړو چې چارواکو په بلوچستان کې د دوشنبې په ورځ ( د می په ۱) د لشكر جهنګوي د کمانډر نیولو اعلان وکړو.

د چارواکو له مخې، ډاکټر عبدالرحیم محمد شاهي د دوشنبې په ورځ (د اپریل په ۳۰ مه) په کويټه کې د عملیاتو په ترڅ کې ونیول شو.

د ترهګرۍ پرضد د مبارزې ډیپارټمنټ ډپټي آی جي اعتزاز ګورايا وويل، "دغه کس په کويټه کې په هزاره ټاون، بولان ميډيکل کمپليکس او د صوبې د انسپکټر جنرل په دفتر کې په ځان وژونکي چاودونو او په ډيرو هدفي وژنو کې په لاس لرلو شکمن دی."

ګورايا وويل، چارواکو له شاهي څخه یو شمیر وسلې ترلاسه کړې. د هغه په سر دوه میلیونه روپۍ (۲۰،۰۰۰ آمريکايي ډالره) انعام مقرر شوی و.

په کويټه کې د هزارې ټولنه له تیرو دریو ورځو راهيسې د فرقه ایزو جنګیالیو له خوا د نښه کيدو په وړاندې احتجاج کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500