د پېښور عدالت امر وکړو چې احسان الله احسان دې په توقيف کې پاتې شي

پاکستان فارورډ

پېښور -- ډان خبرې اژانس راپور ورکړو چې پيښور هايي کورټ (پي ايچ سي) د چهارشنبې په ورځ (د اپريل په ۲۵ مه) امر وکړو چېد جماعت الحرار پخواني مشر او د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وياند احسان الله احسان قيد ته دې دوام ورکړل شي.

احسان، چې د خپل اصلي نوم لیاقت علي په نوم هم پیژندل کيږي، د هغه وخت راهيسې په توقيف کې دی کله چې هغه تیر کال چارواکو ته تسلیم شو.

عدالت په پیښور کې په دسمبر ۲۰۱۴ کال کې په آرمي پبلک سکول کې په تروريستي قتل عام کې د وژل شوي ماشوم پلار د درخواست بيا کتنه وکړه. په دغه قتل عام کې ۱۵۰ کسان، زياتره ماشومان، مړه شوې ول. احسان د تحریک طالبان پاکستان د ویاند په توګه د دغه بريد مسوليت په غاړه اخيستی و.

درخواست کونکي اندیښنه څرګنده کړه چې دا ممکنه ده چې چارواکي به احسان معاف کړي او هغه دا غوښتنه وکړه چې دا دې يقيني کړی شي چې احسان معاف نه شي.

د دوو ججانو بنچ فيصله ورکړه چې احسان د ای پي ايس برید مسولیت په غاړه اخيستی دی، نو "نه د قربانیانو والدین -- او نه دولت -- دا حق لري چې هغه معاف کړي.

د خیبر پښتونخواه ډپټي اټارني جنرل مسرت الله خان د مقدمې د اوريدنې په ترڅ کې وویل، حکومت پلان نه لري چې احسان د مقدمې نه مخکې خوشی کړي.

په تير دسمبر کې يوې فيصلې حکومت د احسان د خوشي کولو نه منع کړو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500