د متحده آیالاتو لوړ پوړي سفارتکاره د خبرو اترو لپاره اسلام آباد ته راغلې

پاکستان فارورډ

اسلام آباد -- ايکسپريس ټريبيون راپور ورکړو چې د جنوبي او مرکزي آسیا لپاره د متحده آیالاتو د بهرنیو چارو وزارت پرنسپل ډپټي اسسټنټ سيکريټري ايلس ويلز د دوشنبې په ورځ (د اپريل په ۲۳ په مه) اسلام آباد ته راغله.

ویلز د بهرنیو چارو په وزارت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې تهمینه جنجوعه سره خبرې وکړې. دا په دې کال کې د ويلز پاکستان ته درېمه دوره ده.

چارواکو په دې غونډه کې د دوه اړخيزو ګټو په اړه خبرې اترې وکړې، چې په دې کې په متحده آيالاتو کې په پاکستاني سفارتکارانو باندې بنديزونه او د سيمې او افغانستان سره تړاو لرونکي مسلې شاملې وې.

دواړو خواو په دې موافقه وکړه چې د افغانستان د سولې هڅې باید پرمختګ ته دوام ورکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500