نیویارک -- ډان خبرې اژانس راپور ورکړو چې د ملګرو ملتونو سازمان (یو اين) د پنجشنبې په ورځ (د اپریل په ۱۹ مه) د هغه اوو پاکستاني سوله ساتونکو ستاینه وکړه کومو چې د سولې ساتلو په نړیوالو عملیاتو کې خپل ژوند له لاسه ورکړې و.
د ملګرو ملتونو سيکريټري جنرل اينټونيو ګوتیرس په نيويارک کې په يو اين هيډکوارټرز کې په کلني مراسمو کې هغه سوله ساتونکو ته باج ورکړو کوم چې د جولای ۲۰۱۶ او د ۲۰۱۷ کال د پای په دوران کې وژل شوي ول.
دغه پاکستانيان په مرکزي افریقا کې، د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت او د سوډان په دارفور کې وژل شوي ول.
پاکستان په هغه هيوادونو کې شامل دی کومو چې د ملګرو ملتونو د سوله ایزو ماموریتونو لپاره تر ټولو زيات سرتیري برابر کړي دي. تر دې دمه، ۱۵۶ پاکستانيان د ډيوټۍ په دوران کې وژل شوي دي.