کويټه -- د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړو چې د ایران او پاکستان تر منځ د پولې په اوږدو کې د شپې په نښتو کې درې "ترهګر" او د ایران امنیتي ځواکونو درې غړي ووژل شول.
د ايران د دولت خبري اژانس ارنا د سه شنبې په ورځ (د اپریل په ۱۷ مه) راپور ورکړو چې "په [۱:۳۰بجې] سهار [۲۱۰۰ جي ايم ټي د دوشنبې په ورځ (د اپریل په ۱۶ مه)]، د پاکستان څخه تروریستي ډلې" په میرجاوا سرحدي سیمه کې، چې د سيستان - بلوچستان صوبې د مرکزي ښار زاهدان نه ختيځ اړخ ته ۷۵ کلوميټره لرې موقعيت لري، د پولیسو په يو پوسټ باندې برید وکړو.
د دغه خبري اژانس په وينا، درې بريد کوونکي د پوليسو افسر او د انقلابي ګارډ د دوو غړو په شمول ووژل شول.
ایران په تيرو کې په پاکستان باندې په سیستان- بلوچستان کې د جهادي ډلو سره د ملاتړ تور لګولی دی. ايران اکثر داسې تورونه لګوي چې د پاکستان پرضد جارحیت ترسره کړي او د پولې هاخوا شيلنګ کول مشروع ثابت کړي.