رياض -- وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د دوشنبې په ورځ (د اپريل په ۱۵ مه) د دوو وروځو په دوره باندې سعودی عرب ته لاړو.
سعودی چارواکو د الخوبار په عبدالعزیز اير فورس بیس کې د عباسي هرکلی وکړو. هغه به د دوشنبې په ورځ (د اپریل په ۱۶ مه) د ګلف شیلډ-۱ نړیوال پوځي مشقونو په اختتامي مراسمو کې د نورو هیوادونو د مشرانو سره یو ځای شي.
د يوې میاشتې اوږد مشقونو، چې ۲۴ هیوادونه په کې شامل دي، موخه په سیمه کې د پوځي او امنیتي همکارۍ پیاوړتیا ده.
د پاکستان پوځیانو، سي-۱۳۰ الوتکو، جې ايف-۱۷ تهنډر الوتکو، جنګي جهازونو او د ځانګړو خدماتو د ډلې کمانډوز په دې مشقونو کې برخه اخیستې وه.