داعش په کویټه کې د ۲ عیسایانو د وژلو ادعا کوي

ای ايف پي

کویټه -- چارواکو وويل چې د يکشنبې په ورځ (د اپریل په ۱۵ مه) په کویټه کې د چرچ نه بهر په ډزو کې دوه عيسايان ووژل شول، چې دا په دې میاشت کې په اقلیتي ټولنې باندې دوهم برید دی.

سايټ استخباراتي ګروپ وويل، د "داعش" ځايې ډلې د دې بريد مسولیت په غاړه اخیستی دی.

د سيمه ايزو پوليسو يو چارواکي عبدالرزاق چيما ای ايف پي ته وويل، "په دوو موټرسايکلونو څلورو کسانو د عيسايانو په يوې ډلې باندې بې توپیره ډزې وکړې، چې "دوه تنه په کې ووژل شول او درې نور ټپيان شول."

دا پيښه يوازې يو څو هفتې وروسته له هغې رامنځته شوه کله چې په دغه ښار کې څلور عيسايان په ډزو وژل شوې ول. د دغه بريد ادعا هم داعش کړې وه.

د يکشنبې د ورځې ډزې په کویټه کې د عيسايانو په اکثريتي سيمه عيسانګري نيبرهوډ کې ترسره شوې، چیرته چې په سلګونو خلک د احتجاج لپاره راغونډ شوې ول.

يو ځایي چارواکي جاوید انور شواني وويل، "نږدې ۵۰۰ مظاهره کوونکو د سړک په منځ کې د دوو قربانيانو لاشونه کيښودلې ول او روډ يې بلاک کړې و."

هغه زياته کړه، "موږ له هغوی سره خبرې اترې کولې چې هغوی خپل احتجاج ختم کړي او قربانيان دفن کړي."

په تیرو وختونو کې اسلامي وسله والو په بلوچستان کې په عیسایانو او نورو مذهبي اقليتونو باندې بریدونه کړې دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500