سنيټ فاټا ته د لوړو محکمو غځولو مسوده منظوره کړه

پاکستان فارورډ

اسلام آباد -- ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې د پاکستان سنيټ د جمعې په ورځ (د اپریل په ۱۳ مه) فاټا ته د سپریم کورټ او پیښور هايي کورټ د غځولو لپاره يوه مسوده منظوره کړه.

دا اقدام د خیبر پښتونخواه او د فاټا د يو ځای کيدو په لور یو ګام دی، چې دا مهال د قبايلي قانوني سسټم، فرنټير کرايمز ريګوليشن، چې د برطانيې په دور کې جوړ شوی و، لاندې فعالیت کوي.

قومي اسمبلۍ، د پارلمان اولسي جرګې، د جنورۍ په میاشت کې دا مسوده منظور کړې وه.

دوه سیاسي پارټو، جمعیت علماء اسلام (فضل) او د پښتونخواه ملي عوامي پارټۍ د دې بل مخالفت وکړو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500