د پاکستان پوځ د امنیت مسوليت د دير سول انتظاميې ته وسپارلو

پاکستان فارورډ

تیمرګره -- ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې د پاکستان پوځ د سه شنبې په ورځ (د اپريل په ۱۰ مه) د خیبر پښتونخواه په دير کې د لسو کلونو په موده کې په لومړي ځل امنیتي مسوليت سول حکومت ته وسپارلو.

چارواکو په بلام بټ کې د امنيتي مسوليت د منتقلۍ په مراسمو کې وويل، په کوز دير او بره دير کې امن بحال شوی دی.

د ملاکنډ جنرل آفيسر کمانډنګ ميجر جنرل علي عامر اعوان په دې مراسمو کې وويل، په کوز دير او بر دير کې ټول چيک پوسټونه پولیسو ته سپارل شوې دي.

هغه زياته کړه، امنيتي ځواکونه به په سرحدي سيمو کې پاتې شي او د سول انتظاميې سره به همکاري کوي.

اعوان وویل، پوځیان سوات او دير ته ۱۰ کاله مخکې تللې وو چې د هغه وسله والو سره مبارزه وکړي کومو چې د حکومت واکمنۍ ته چيلنج ورکړی و او په سکولونو، هسپتالونو او بازارونو باندې يې بمباري کوله.

د اعوان له مخې، ټول ۴۷۰ سرتیري، د افسرانو په ګډون، په پوځي عملیاتو کې وژل شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500