پاکستان د پوليو کمپاين پيلوي چې نږدې ۴۰ ميلیونه ماشومانو ته واکسین ورکړي

پاکستان فارورډ

کراچۍ -- د آزادۍ ريډيو د سه شنبې په ورځ (د اپریل په ۱۰ مه) راپور ورکړو چې پاکستان د دوشنبې په ورځ (د اپریل په ۹ مه) په ټول هيواد کې د پوليو واکسين ورکولو کمپاين پیل کړو.

چارواکي هڅه کوي چې په ټول هېواد کې د پنځو کلونو نه کم لږ تر لږه ۳۹.۷ میلیونه ماشومانو ته واکسین ورکړي. پاکستان په هغه یوازې دريو هيوادنو کې دی چيرته چې دا وژونکی وايرس موجود دی.

رانا صفدر، چې په پاکستان کې د پوليو نيشنل کوآرډينيټر دی، د دوشنبې په ورځ وويل، نږدې ۲۶۰،۰۰۰ رضاکاران او کارکوونکي د يوې هفتې په اوږد کمپاين کې برخه اخلي.

هغه زیاته کړه چې ورته کمپاین به ژر تر ژره په فاټا کې پیل شي.

په پاکستان کې په پولیو کيسونو کې له ۲۰۱۴ کال راهیسې کمی راغلی دی او په دغه موده کې د پوليو ۳۰۶ کيسونه راپور شول. د صفدر له مخې، د ۲۰۱۸ کال له پيل راهيسې، په پاکستان کې د پوليو يوازې يو کيس رامنځته شوی دی، چې ډاکټرانو په تيره مياشت کې رپوټ کړی و.

هغه وويل، "موږ به ډير ژر دا مرض ختم کړو."

په تیرو وختونو کې د پوليو له منځه وړلو هڅې د طالبانو او نورو اسلامي وسله والو لخوا کمزورې شوي وي او هغوی د واکسین ورکولو ټیم د غړي وژلي وو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500