د متحده آیالاتو يوه لوړ پوړي سفارتکاره وايي چې د پاکستان او افغانستان خبرې اترې یو غوره نوښت دی

پاکستان فارورډ

واشنګټن -- د ډان خبري اژانس له مخې، د جنوبي او مرکزي آسیا لپاره د متحده آیالاتو د بهرنیو چارو وزارت پرنسپل سيکريټري ايلس ويلز د دوشنبې په ورځ په يوې نشر شوي انټرويو کې وويل، متحده آیالات د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو خبرو اترو ملاتړ کوي.

ویلز د هند يو اخبار، دا هندو، ته په يوې ځانګړي انټرويو کې دا خبرې وکړې.

ویلز د تروریزم پرضد د پاکستان د اقداماتو اعتراف وکړو خو د "تلپاتې او کلک ګامونو اخيستلو" غوښتنه يې وکړه.

هغې وویل چې د پاکستان او افغانستان ترمینځ خبرې اترې له هغه وخت راهيسې رواني دي کله چې د پاکستان د پوځ ستر مشر جنرال قمر جاوید باجوه په تیر اکتوبر کې د کابل څخه لیدنه وکړه.

هغې وويل، "موږ د دې نوښت ملاتړ کوو، خو دا د متحده آيالاتو بهير نه دى." کله چې له هغې نه پوښتنه وکړی شوه چې آيا په دې وروستيو ورځو کې کابل او اسلام آباد ته د هغې د دورې له کبله وزير اعظم شاهد خاقان عباسي د تيرې جمعې په ورځ (د اپرېل په ۶ مه) کابل ته دوره وکړه.

هغې وويل، "زما په خيال دا د افغانستان او پاکستان د مشرانو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو غوره نوښت دی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500