اسلام آباد -- ډاڼ خبري اژانس راپور ورکړو چې پاکستانيانو په ټول هیواد کې د جمعې په ورځ (د مارچ په ۲۳ مه) د يوم پاکستان ورځ ولمانځله.
د دې چهټۍ په ورځ په ۱۹۴۰ کال کې د مارچ په ۲۳ مه په لاهور کې يو منظور شوی قرارداد لمانځوي، کوم چې د یو خپلواکه پاکستان غوښتنه کړې وه.
د پاکستان امنیتي ځواکونو د مراسمو د یوې برخې په توګه په اسلام آباد کې د شکرپړيا غرونو ته نژدې ګډ پوځي پريډ ترسره کړو.
صدر ممنون حسین، وزیر اعظم شاهد خاقان عباسي او نورو ملکي او پوځي چارواکو په دې غونډه کې ګډون وکړو.
د متحده عرب اماراتو پوځیانو په لومړي ځل په دې پريډ کې برخه واخیسته.