د مصر يو لوی مفتي د ځانمرګي بريدونو په باره کې د پاکستان د فتوې ملاتړ کوي

پاکستان فارورډ

اسلام آباد -- ډان خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ (د مارچ په ۲۲ مه) راپور ورکړو، ډاکټر شکيل ابراهيم، چې د مصر يو لوی مفتي دی، د هغه فتوې ملاتړ وکړو کومه چې د پاکستان دیني عالمانو د ځانمرګي بریدونو، وسله وال بغاوتونو او د شريعت په نامه د تروریزم فعالیتونو خلاف جاري کړې وه.

ابراهیم د چهار شنبې په ورځ (د مارچ په ۲۱ مه) وویل چې هغه د "پيغام پاکستان" په نامه د فتوې سره موافقه کوي. ۱،۸۲۹پاکستاني عالمانو د جنورۍ په میاشت کې په خپوره شوي فتوې باندې دستخطونه وکړل.

هغه د فتوې په اړه دغه بيان په اسلام آباد کې په يوې غونډه کې، چې پاکستان اسلامي نظریاتي کونسل يې انتظام کړی و، ورکړو. ابراهيم د پنجشنبې په ورځ (د مارچ په ۲۰ مه) پاکستان ته د پنځو ورځو دورې لپاره راغی.

ابراهیم وویل، یوازې عدالت کولی شي چې یو کس کافر وګرځوي، او یوازې دولت کولی شي چې د جهاد اجازه ورکړي. هغه زیاته کړه، اسلام د توهين رسالت، افراطیت، چې د تروریزم لامل ګرځي، او د هغه کوششونو مخه نيسي کوم چې مسلمانان کافر ثابتوي.

هغه وويل، "د داعش په څیر ډلو د اسلام د پیغام نه انحراف کړی دی."

هغه د افراطي نظریو د ختمولو لپاره په ټول هیواد کې د پيغام پاکستان فتوې د خپرولو غوښتنه وکړه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500