د پوليسو پو پخونی افسر، چې په غیرقانوني وژلو کې ښکيل و، په اسلام آباد کې نیول شوی دی

ای ايف پي

اسلام آباد -- د پاکستان د پوليسو يو سينير افسر، چې د سوشل ميډيا سټار د غير قانوني وژلو نه وروسته تښتيدلی و، د چهارشنبې په ورځ (د مارچ په ۲۱ مه) په سپريم کورټ کې حاضر شو. د دغه وژنې خلاف په ټول هيواد کې احتجاجونه شوي ول.

راو انوار، چې په کراچۍ کې د پولیسو پخوانی يو سينير افسر و، په وروستی ځل د جنورۍ په ۲۳ مه هغه وخت ليدل شوی و کله چې هغه د هيواد نه د تیښتې هڅه کړې وه. د ۲۳ کلن نقیب الله مسعود د وژلو له کبله خلک زیات غوسه شوي ول. نقيب الله يو مشهور ماډل و چې په فيسبوک باندې يې د ګډا د ويډيوګانو له کبله يو شمير مينه وال لرل.

دغه پولیس، چې په ۱۹۹۰ کې د کراچۍ په پولیسو کې مشهور شو، د محسود وژلو په شمول د سلګونو خلکو په غیر قانوني وژلو کې تورن دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه په نيشن اخبار کې د یو بلاګر په توګه کار کوم او زه په خپل بلاګ باندې د ټولنیزو فساداتو په اړه لیکل کوم. زه څنګه له تاسو سره یوځای کیدی شم؟

ځواب