د متحده آيالاتو نايب صدر له پاکستان څخه غوښتنه کوي چې د وسله والو په وړاندې "نور ګامونه پورته کړي"

پاکستان فارورډ

واشنګتن -- وايټ هاوس د شنبې په ورځ ( د مارچ په ۱۷ مه) وويل، د متحده آيالاتو نايب صدر مایک پينس د پاکستان وزير اعظم شاهد خاقان عباسی ته وویل چې د هغه هیواد له پکار ده چې د طالبانو او نورو وسله والو په وړاندې زيات ګامونه پورته کړي.

وايټ هاوس په يو بيان کې وويل، "نايب صدر پينس د متحده آيالاتو په درخواست زور ورکړو او ويې وويل چې د پاکستان حکومت له پکار ده چې نور هم زيات ګامونه پورته کړي چې په هيواد کې د طالبانو، د حقاني شبکې او د نورو فعال ترهګريزو ډلو دوامداره شتون ختم کړي.

د دې بیان له مخې، پينس وويل، "پاکستان کولی شي او پاکستان له پکار ده چې د امریکې سره نږدې اړيکي ولري."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500