اسلام آباد -- ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې د بلوچستان د پارلمان يو غړي د پاکستان د سنيټ چيرمين ټاکل شوی دی.
د بلوچستان سنيټر صادق سنجراني د دوشنبې په ورځ (د مارچ په ۱۲ مه) د چيرمين په توګه وروسته له هغې حلف واخيستو کله چې هغه په ۱۰۳ ووټونو کې ۵۷ ووټونه ترلاسه کړل. هغه د بلوچستان څخه لومړی سنيټر دی چې دا څوکۍ لري.
سنجراني د مارچ په ۳ مه د يو آزادا سنيټر په توګه وټاکل شو. ووټ ورکوونکو په دغه ورځ د شپږو کالو لپاره د نیم سنيټ څوکۍ لرل غوره کړل.
ډان خبري اژانس راپور ورکړو، د اپوزيشن پارټو ایتلاف، د پاکستان پیپلز پارټۍ (پي پي پي)، د متحده قومي مومنټ پاکستان، پاکستان تحریک انصاف، او د بلوچستان او قبايلي سیمو د نورو آزاد غړو په شمول، د سنجراني سره مرسته وکړه.
د حکمرانې پارټۍ پاکستان مسلم لیګ نواز، راجا ظفر الحق په دغه ټاکنو کې په دوهم نمبر راغی.