د مردان پولیسو د مشال خان د وژلو په کيس کې کلیدي شکمن ونیولو

پاکستان فارورډ

مردان -- ډان خبرې اژانس راپور ورکړو چې د مردان پوليسو د مشال خان د وژلو په کيس کې په مهمو شکمنو کسانو کې یو کس نږدې ۱۰ میاشتې وروسته ونیولو.

مشال، ۲۳ کلن، چې په مردان کې په عبدالولي خان يونيورسټۍ کې طالب علم و، د اپريل په ۱۳ مه د غلطو افواهګانو (چې هغه توهین رسالت کړی دی) له کبله د یو هجوم لخوا ووژل شو. د وژلو نه مخکې، هجوم هغه ووهلو او په ډزو يې وويشتلو.

ډسټرکټ پوليس افسر ميا سعيد وويل، د پوليسو د ځانګړو عملياتو ټيم د پنجشنبې په ورځ (د مارچ په ۸ مه) په دغه کيس کې په چمکار سيمه کې په رينګ روډ باندې عارف خان ونيولو.

خان، چې د پاکستان تحریک انصاف پارټۍ تحصيل کونسلر دی، په دغه ویډیو کې لیدل شوی دی چې هجوم ته وايي چې د مشال د قاتل نوم پټ وساتي او مشال د مرګ لپاره مستحق دی.

خلک وایي چې هغه ترکي ته تښتېدلی و او هغه وخت ونيول شو کله چې کور ته بيرته راغې. د می د میاشتې راهیسې پوليس د هغه په لټه کې وو.

په هري پور کې د ترهګرۍ پر ضد عدالت د فبرورۍ په میاشت کې عمران علي، د مشال قاتل، او پنځه نورو کسانو ته په دغه کيس کې د ټول عمر لپاره د قيد سزا واوروله.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډیر ښه

ځواب