امنیتي ځواکونو په کراچۍ کې د داعش د سوشل ميډيا کارونکی ونيو

پاکستان فارورډ

کراچۍ -- جيو نيوز راپور ورکړو چې د پاکستان د وفاق د تحقیقاتو ادارې (ايف آی ای) د چهارشنبې په ورځ (د مارچ په ۷ مه) وویل چې د دې ادارې چارواکو یو شکمن کس ونیولو او هغه اعتراف وکړو چې د "داعش" لپاره یې د سوشل ميډيا اکاونټونه کارول.

ايف آی ای سيف الاسلام خلافتي، چې په بلوچستان کې د زوهب ډسټرکټ اوسيدونکی دی، په کراچۍ کې د سه شنبې په ورځ ( د مارچ په ۶ مه) د تروریزم سره د مبارزې په عملیاتو کې ونيول شو.

د ايف آی ای د چارواکو په وينا، خلافتي ادعا کړې چې هغه د ۵۰ نه زيات د سوشل ميډيا ويب پيجونه کارول چې موخه يې د پاکستان د ځوانانو ذهن سازي کول و.

هغوی وویل چې چارواکو د هغه نه د قتل او تشدد ويډيوګانې هم ترلاسه کړې.

چارواکو وويل، هغه اعتراف وکړ چې هغه د بل يو ترهګر، بابا جاني، سره کار کولو. بابا جاني لا تر اوسه پورې نه دی نيول شوی.

د ايف آی ای سرچينو وويل، خلافتي او یو بل شکمن، خليل الرحمان، چې مخکې نیول شوي ول، د يوې منع شوی ډلې لپاره کار کولو او د مولوي نور محمد په نوم یو سړي هغوی د سوشل ميډيا د اکاونټونو چلولو لپاره استخدام کړي ول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500