پاکستان د هندو دلت ذات نه لومړنۍ ښځینه سنيټره وټاکله

ای ايف پي

اسلام آباد -- پاکستان په دې هفته کې د سینیټ په ټاکنو کې په لومړي ځل يوه ښحينه سنيټره د هندوانو تر ټولو کمزوري ذات ("اچهوت") نه وټاکله. په دغه ټاکنو کې حکومت کوونکي پارټۍ په هیواد کې د عمومي ټاکنو نه مخکې خپل پوزيشن پیاوړي کړو.

د اپوزيشن پارټۍ اميدوارې کرشنا کماري کوهلي بریالیتوب په ټولنیزو رسنیو باندې په خلکو کې خوشبيني رامنځته کړه، په داسې حال کې چې پاکستانيانو د یوې محرومې ټولنې، چې د هندوانو په ذات پات کې تر ټوله کمزوري ټولنه ده، څخه د ښځې برياليتوب ولمانځلو.

کوهلي ای ايف پي ته د یکشنبې په ورځ ( د مارچ په ۴ مه) وویل، "زه فخر کوم؛ زه د پاکستان پيپلز پارټۍ [پي پي پي] شکريه ادا کوم چې زما انتخاب یې وکړو."

يو فعال جبران ناصر په يو ټويټ کې وويل، "کرشنا کوهلي # د انتخابولو لپاره د پاکستان پیپلز پارټۍ ستاينه کوم .... زمونږ پارلیمان باید د ريښتيني جمهوريت په لټه کې د ټولو دينونو، طبقو او جنډر استازي ولري."

د پاکستان هندوان، چې د هیواد د ۲۰۰ میلیونو وګړو ۲٪ برخه ده، د زياتې مودې راهيسې د اقتصادي او ټولنیز امتياز سره مخ دي.

د کوهلي بریالیتوب د پارلماني او صوبايي شوراګانو د غړیو لخوا په خفيه توګه د رایو ورکولو نه وروسته رامنځته شو، په کوم کې چې د اوړي په موسم کې د ټاکنو نه مخکې روغه جوړه وليدل شوه.

د پاکستان مسلم ليګ - نواز په ۱۰۴ سيټونو کې ۱۵ سيټونه وګټل، چې د متحدينو په مرسته يې په مجموعي توګه ۳۳ سيټونه وګټل او په ايوان بالا کې يې يو قوي پوزيشن ترلاسه کړو.

د پاکستان پیپلز پارټۍ په دغه مقابله کې په دوهم نمبر تر ټولو زيات سيټونه وګټل، په داسې حال کې چې پاکستان تحریک انصاف پارټۍ خپل ريدم برقرار ونه ساتو او دریم پوزيشن يې ترلاسه کړو.

پاکستان مسلم لیګ نواز پارټۍ د شنبې په ورځ (د مارچ په ۳ مه) په خپل ټویټر اکاونټ باندې دغه اعلان وکړو، "پاکستان مسلم ليګ نواز د سنيټ په ټاکنو کې واضح اکثریت ترلاسه کړی دی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500