اسلام آباد -- ډان خبري اژانس راپور ورکړو، د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه محمد آصف د چهارشنبې په ورځ (د مارچ په لومړۍ نيټه) وويل چې د هغه هېواد به له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو لپاره د هغه پلان مرسته وکړي کوم چې د افغانستان صدر اشرف غني وړاندې کړی دی.
غني د چارشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۸ مه) د کابل د سولې بهیر د کنفرانس په دوهم پړاو کې دغه پلان څرګند کړو او له طالبانو څخه يې وغوښتل چې د هيواد د خونديتوب لپاره "د سولې په خبرو اترو کې برخه واخلي."
مخکې له هغې، چې طالبان د يو سياسي ګروپ په توګه ومنل شي، په پلان کې د جنګ بندۍ معاهده شامله ده.
خواجه آصف د سرمايه کارانو يوې ډلې ته وويل، "د طالبانو او افغان حکومت تر مینځ خبرې اترې په حقيقت کې د دوو سیاسي ځواکونو تر مینځ خبرې دي، او پاکستان به ورسره مرسته وکړي."
هغه وويل، "پاکستان هم د طالبانو سره په يوازې د خبرو اترو لپاره تيار دی."