په کویټه کې تروریستانو ۶ امنیتي پرسونل ووژل

ای ايف پي

کويټه -- چارواکو وويل، په کويټه کې د چهارشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۸ مه) په مختلفو پيښو کې يو ځانمرګي برید کونکي څلور سرتیري ووژل او يو وسله وال دوه پوليس په ډزو ووژل.

د نيم پوځي ځواک ویاند ای ایف پی ته وویل، "څلور سرتیري هغه وخت شهيدان او دوه نور ټپیان شول کله چې يو ځانمرګي برید کوونکي د ښار په شاوخوا کې په يو چيک پوسټ کې ځان ته چاودنه ورکړه."

د بم شنډلو پرسونلو وويل، بريد کوونکي په خپل بدن پورې تقريباََ ۸-۱۰ کلوګرامه چاودیدونکي توکي تړلی وې.

د پولیسو یو سينير افسر عبدالرزاق چیما ای ايف پي ته وویل، په ښار کې په مختلفو پيښو کې، يو وسله وال د پولیسو په ګاډې باندې بريد وکړو او دوه تنه پولیس یې په ډزو ووژل.

هغه وويل، د پوليسو يو لوړ پوړي چارواکي په ګاډي کې له خپلې کورنۍ سره سفر کولو، خو هغوی بچ پاتې شول.

هیڅ يوې ډلې د دې پيښې مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500