لاهور -- شهباز شريف، چې د پخواني وزير اعظم ميا محمد نواز شريف کشر ورور دی، د سه شنبې په ورځ ( د فبرورۍ په ۲۷ مه) د پاکستان مسلم لیګ (نواز) پارټۍ عارضي صدر وټاکل شو.
تیر کال د پاکستان سپريم کورټ د کرپشن د تورونو نه وروسته نوازشریف د وزيراعظمۍ نه لرې کړو. تېره هفته، عدالت هغه د خپلې پارټۍ د مشرۍ کولو نه منع کړو او ويې وويل چې یو نااهله سياستدان د پارټۍ مشري نه شي کولی.
دغه پارټۍ يو فرنټ جوړ کړو او شهباز يې د پارټۍ عارضي صدر وټاکلو. شهباز د پنجاب صوبې وزیر اعلی دی. پارټۍ نواز شریف د "ژوند لپاره" د يو رهنما په توګه وټاکلو.
په لاهور کې د پاکستان مسلم ليګ (ن) په يوې غونډه کې د نواز شريف ډيره زياته ستاينه وکړی شوه کله چې هغه خپل ورور د پارټۍ د عارضي صدر په توګه وټاکلو.
مهرباني وکړئ د نواز شريف پي ايم ايل اين سره يو ځای شئ
ځوابتبصرې 1