سپريم کورټ نوازشریف د خپلې پارټۍ د مشرۍ لپاره نا اهله وګرځولو

ای ايف پي

اسلام آباد -- د پاکستان سپريم کورټ د چهارشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۱ مه) پریکړه وکړه چې یو نا اهل شوی سیاستدان د سیاسي پارټۍ مشري نه شي کولی، او امر يې وکړو چې پخوانی وزير اعظم میاں محمد نواز شریف دې د پاکستان مسلم لیګ نواز پارټۍ، چې په هيواد کې حکومت لري، د مشرۍ نه لرې کړی شي.

دا پریکړه يو څو مياشتې وروسته له هغې وکړې شوه کله چې پاکستان مسلم ليګ نواز پارټۍ يو قانون منظور کړو او شریف ته يې اجازه ورکړه چې د پارټۍ مشري وکړي، که څه هم، هغه د وزيراعظمۍ نه لرې کړی شوې و او د کرپشن د تورونو له کبله د څوکۍ ساتلو نه منع کړی شوی و.

د چهارشنبې په ورځ د عدالت په پريکړه کې، چيف جسټس میاں ثاقب نثار د پاکستان د ټاکنو کمیشن ته هدایات ورکړل چې د ټولو اړوندو ریکارډونو نه شريف د پارټۍ د مشر په توګه لرې کړي.

نوازشريف او د هغه پلويانو په وار وار د کرپشن تورونه رد کړي دي.

د ډان خبري اژانس له مخې، دغه پارټۍ د چهارشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۲ مه) د نواز شریف د مېرمن، کلثوم، انتخاب وکړو چې هغه به په راتلونکي کې د پاکستان مسلم ليګ نواز پارټۍ مشري وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500