اسلام آباد -- ډان خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۱ مه) راپور ورکړو چې پاکستان په تيره لسيزه کې د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه کې د ۲۹۷ ميليارده روپو (۲.۶ ميليارده امريکايي ډالره) نه زياتې پیسې خرچ کړي دي.
د مالیې وزیر رانا افضل خان د هیواد سنيټ ته تحريري ارقام ورکړل.
په دې کې تقريباََ ۱۳۵ ميليارده روپۍ ( ۱.۴ ملیارده امريکايي ډالره) د پوځي ضرب عضب عملیاتو لپاره وې، چې په ۲۰۱۴ کال کې د پاکستان په قبایلي سیمو کې د وسله والو د ختمولو لپاره پیل شوي ول. حکومت د ۶۷ ميليارده روپو (۶۰۵ ميليونه امريکايي ډالره) نه زیاتې پيسې د قانون پلي کولو ادارو لپاره او د ۳۱ ميليارده روپو ( ۲۸۰ ميليونه امريکايي ډالره) نه زياتې پيسې د دفاع وزارت د ادارو لپاره مختص کړي وې.
د مالیې وزارت وویل، چارواکو ۴۵ ميليارده اضافي روپۍ ( ۴۰۶ ميليونه امريکايي ډالره) د داخلي بی ځایه شوو خلکو د بیرته تلو او بیارغونې په برخه کې خرچ کړې.