يونيسف وايي چې په پاکستان کې د نوي زیږیدلي ماشومانو د مړه کيدو کچه په نړې کې تر ټولو زياته ده

ای ايف پي

اسلام آباد -- ای ايف پي راپور ورکړو چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د يو راپور له مخې، چې د سه شنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۰ مه) خپور شو، په نړۍ کې په پاکستان کې د نوي زيږيدلي ماشومانو د مړه کيدو کچه تر ټولو زياته ده.

د دغه راپور له مخې، په پاکستان کې هره مياشت په ۲۲ ماشومانو کې یو ماشوم مړ کیږي. په عین حال کې، په جاپان کې، چې د زیږيدلي ماشومانو د مړه کيدو کچه په کې تر ټولو ټيټه ده، په ۱،۱۱۱ ماشومانو کې یو ماشوم د ژر مړ کيدو چانس لري.

د راپور په وینا، د نړۍ په بې وزله هیوادونو کې، چې زیاتره په افريقه کې دي، د شتمنو هيوادونو په پرتله نوې زیږيدلي ماشومان پنځوس چنده د مرګ سره مخامخ دي.

د یونیسف ايګزيکيټيو ډايريکټرې، هینریټا فور، وویل، که څه هم په تيرو پځويشت کالو کې د لوی ماشومانو صحت ښه شوی دی، "خو موږ د هغه ماشومانو د مړه کيدو په سلسله کې ورته پرمختګ نه دی ترلاسه کړی کوم چې د یوې میاشتې نه کم عمر لري."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500