پاکستان د ترهګرو سره د تړاو لرونکو خيراتي ادارو اثاثې منجمد کول پیل کړي دي

ای ايف پي

اسلام اباد -- چاوراکي وايې چې پاکستان د چهار شنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۱۴ مه) د فلاح انسانيت فاونډيشن اثاثې منجمد کول پيل کړل. فلاح انسانيت فاونډيشن د ملګرو ملتونو د تروريستي سازمانونو په ليسټ کې شامل دی.

فلاح انسانيت فاونډيشن د جماعت الدعوا يوه څانګه ده چې د هغې مشر، حافظ سعید، په ۲۰۰۸ کال کې په ممبی بريدونو کې یو مهم شکمن دی.

دا اقدام په داسې حال کې پورته کړی شو چې واشنګتن په اسلام آباد زور ورکوي چې د حافظ سعيد پر ضد ګام پورته کړي کله چې هغه په لاهور کې په کور کې د نظر بندۍ نه خوشې کړی شو.

د شنبې د ورځې (د فبرورۍ ۱۰ مه) د یوې اعلاميې له مخې، چې ای ايف پي ترلاسه کړه، د کورنیو چارو وزارت چارواکو ته امر ورکړو چې د حافظ سعيد "انتقالیدونکي او نه انتقالیدونکي اثانې او انساني سرچینې" ترلاسه کړي.

د کورنیو چارو وزارت يو سينير چارواکي د دې امر تایید وکړو.

چارواکي وايي، "حکومت د فلاح انسانيت روغتیایي مرکزونه تر خپل کنټرول لاندې اخيستې دي." نوموړي زیاته کړه چې روغتیایي مرکزونه او امبولانسونه اوس د پنجاب حکومت ملکیت دی."

دا اقدام وروسته له هغې پورته کړې شو کله چې پاکستان په خاموشۍ سره د ترهګرۍ ضد قوانین بدل کړل چې په هغه تروريستانو باندې بنديز ولګوي کوم چې ملګرو ملتونو تروريستې سازمانونه ګرځولي دي.

صدر ممنون حسين د جمعې په ورځ (د فبرورۍ په ۹ مه) په قانون کې بدلون وکړو او د قانون او انصاف وزارت د دوشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۱۲ مه) خپور کړو.

يو لوړ پوړي چارواکي ای ايف پي ته وويل، "د دې ترميم مطلب دا دی چې د پاکستان د قانون لاندې په ټولو هغو کسانو او سازمانونو بنديز لګول شوی دی په کومو چې ملګرو ملتونو بنديز لګولی دی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500