متحده ایالاتو ۳ پاکستانيان د ترهګرو کلیدي ملاتړي وګرځول

ای ايف پي

واشنګټن، ډي سي -- د متحده ایالاتو د خزانې ریاست د چهارشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۷ مه) درې پاکستانیان "د ترهګرو کلیدي ملاتړي" وګرځول، او ويي ویل چې دوی د القاعدې، لشکر طیبه او طالبانو تر ټولو مشهور ملاتړي، شيخ امین الله، سره نږدې کار کولو.

د خزانې د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر رحمان زیب فقير محمد، حزب الله آستم خان او دلاور خان نادر خان په هغه تور ليسټ کې شامل کړل کوم چې د "ځانګړي نړيوال ترهګرو" په نامه ياديږي. دا د هغه پراخه کوشش برخه ده کوم چې د ترهګرۍ د تمويل مخنيوی کوي.

دا اقدام د متحده ایالاتو خلک د دوی سره د کاروبار کولو نه منع کوي او په متحده ایالاتو کې د هغوی ملکيت او ګټې بلاک کوي.

د خزانې د بهرنیو شتمنیو کنټرول د دفتر له مخې، دې درې واړو کسانو د امین الله سره تعلق لرلو، چې هغه د ۲۰۰۹ کال راهیسې د نړیوال ترهګرو په تور ليسټ کې شامل دی.

د متحده ایالاتو چارواکي ادعا کوي چې آمین الله په پېښور کې د هلکانو يوه مدرسه، چې د ګنج مدرسې په نامه ياديږي، د القاعدې، طالبانو او لشکر طیبه د ټريننګ او استخدام په مرکز کې بدل کړو.

په دغه بیان کې راغلي، چې دغه درې تنه په پاکستان او افغانستان کې د افراطي ډلو لپاره مالي او لوژیستيکي ملاتړ، چاودیدونکي توکې او تخنیکي مرستې په چمتو کولو کې ښکیل ول.

د دغه بيان له مخې، رحمان زیب فقير محمد، په خلیج کې د لشکر طیبه لپاره د فنډونو او موادو برابرولو لپاره مسولیت لرلو، او په ۲۰۱۴ کال کې يې د امین الله سره خلیج ته سفر کړی و.

حزب الله آستم خان د امین الله په مدرسه کې ښکیل و او خلیج ته په مختلفو سفرونو کې يې د هغه سره مرسته کړې وه.

په عين حال کې، دلاور خان نادر خان د امین الله نژدې ملګری وو، چې په پاکستان کې به يې د هغه د سفر لپاره انتظامات کول او د هغه خط و کتابت او مالي راکړه ورکړه به يې سنبالوله.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500