د سړک د غاړې ریموټ کنټرول چاودیدونکي بم په بلوچستان کې ۱ کس ووژلو

ای ايف پي

کويټه -- چارواکو وويل، د بلوچستان صوبې په پنجګور کې د دوشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۵ مه) يوه چاودنه رامنځته شوه چې لږ تر لږه یو کس په کې ووژل شو او اوه نور ټپیان شول.

غلام علي، چې د صوبې هوم سيکريټری دی، ای ايف پي ته وویل: دا چاودنه په پنجګور ښار کې د ګڼې ګونې په يو ځای کې په یو موټرسایکل کې د نصب شوي چاودیدونکو توکو له کبله رامنځته شوه. دې بم ته چاودنه د ریموټ کنترول په واسطه ورکړل شوې وه.

په يوه بله پيښه کې، د یکشنبی په ورځ ( دفبرورۍ په ۴ مه)، د شپږو کالو يوه جينۍ او د هغې مور د پنجګور په شاوخوا کې هغه وخت مړه شول کله چې دغې ماشومې خپل کور ته نږدې د لاسي بم سره لوبې کولې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500