سيند په کراچۍ کې د رینجرو د پوليسۍ ځانګړي اختيارات پراخوي

پاکستان فارورډ

کراچۍ -- جيو نيوز د فبرورۍ په ۶ مه ( د سه شنې په ورځ) راپور ورکړو چې د سيند د کورنیو چارو وزارت په کراچۍ کې د سيند رینجرو د پولیسۍ ځانګړي اختيارات پراخه کړي دي.

دا اقدام رینجرو ته اجازه ورکوي چې دوی په کراچي ډويژن کې د تروریزم ضد قانون ۱۹۹۷ د يوې برخې په توګه د ۹۰ ورځو لپاره د مجرمانو او شکمنو ترهګرو په وړاندې په خپلواکه توګه ګامونه پورته وکړي.

دا اختيارات به د اپریل په ۱۰ مه پای ته ورسیږي.

د صوبې د کورنیو چارو وزارت او د وفاق د کورنیو چارو وزارت دواړو د دې منظوري ورکړه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500