د سيند يو وزير او د هغه ميرمن په کراچۍ کې په کور کې مړه وموندل شول

پاکستان فارورډ

کراچۍ -- ډان خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۱) راپور ورکړو چې د سيند د پلاننګ او ډیویلپمنټ وزیر او د هغه ښځه په کراچۍ کې په ډيفنس هاوسنګ اتهارټۍ کې مړه وموندل شول. دغه کسان په ډزو ويشتل شوي ول.

د لومړيو راپورونو له مخې، مير هزار خان بيجاراني، چې د پاکستان د پيپلز پارټۍ غړی دی، او د هغه مېرمن، ژورناليسټه فریحه رزاق، په بنده کمره کې وموندل شول.

پولیس د هراړخ نه تحقیق کوي.

د پاکستان پیپلز پارټۍ يو شمير مشرانو خپل خفګان څرګند کړو.

د پاکستان پیپلز پارټۍ يوې وزيرې، نفیسا شاه، په ټويټ کې وویل، "دا د هغوی د کورنۍ او پاکستان پیپلز پارټۍ دواړو لپاره يوه لويه تراجيدي ده. زه د دوی د کورنيو، د سیمې د خلکو او د پاکستان پیپلز پارټۍ لپاره دعا کوم." د هغوی د مرګ مسؤلیت چا نه دی قبول کړی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500