د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د شنبې په ورځ (د جنورۍ په ۲۷ مه) د طالبانو د يو وژونکي بريد غندنه کړې ده.
د چاوديدونکو توکو نه يو ډک ايمبولينس د افغانستان په مرکزي ښار کې وچاودیدو، چې لږ تر لږه ۱۰۳ کسان یې ووژل. افغان حکومت د طالبانو سره تړاو لرونکي حقاني شبکې باندې د دې بريد تور ولګولو.
د بهرنیو چارو وزارت د جنورۍ په ۲۷ مه په يو بيان کې وویل، "موږ په دې تروريستي بريد کې د قیمتی انسانانو د ژوند له لاسه ورکولو او د نورو يو شمير کسانو د ژوبل کيدو په اړه ډير زيات غم او خفګان څرګندوو."
په دغه بيان کې راغلي: "موږ د هغو کسانو لپاره خپله خواخوږي څرګندوو کومو چې خپل عزيزان له لاسه ورکړي دي او مونږ د هغه کسانو د ژر ښه کيدو لپاره په اخلاص سره دعا کوو کوم چې په دې ناوړه برید کې سخت ټپي شوي دي."
په دغه بيان کې راغلي دي: "موږ په هر شکل کې د تروریزم په کلکه غندنه کوو."