متحده ایالاتو د طالبانو او حقاني شبکې ۶ سهولت کاران بليک ليسټ کړل

پاکستان فارورډ

واشنګټن -- د يوې مطبوعاتي اعلامیې له مخې، د متحده ایالاتو د خزانې ریاست په هغه شپږو کسانو بنديز لګولی کوم چې د طالبانو او حقاني شبکې سره تړاو لري.

په دغه بيان کې راغلي، د دغه رياست د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر د پنجشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۲۵ مه) دغه کسان د نړيوالو تروريستانو په ځانګړي لیسټ کې شامل کړل.

د طالبانو په څلورو همکارانو -- عبدالصمد ساني، عبدالقدیر بصیر عبدالبصیر، حفیظ محمد پوپلزۍ او مولوي عنايت الله -- بنديز ولګيدو. دوه نور، فقير محمد او ګلا خان حمیدی، په دې ليست کې هم شامل کړی شول ځکه چې دوی د طالبانو سره تړاو لرونکې حقاني شبکې لپاره کار کولو.

د دغه بیان له مخې، په دغه شپږ کسانو کې پنځه کسان په پاکستان کې میشت دي.

دا اقدام د متحده ایالاتو خلک د دوی سره د کاروبار کولو نه منع کوي او په متحده ایالاتو کې د هغوی ملکيت او ګټې بلاک کوي.

سيګل منډيلکر، چې د ترهګرۍ او مالي استخباراتو سيکريټري ده، وويل، "موږ هغه شپږ کسان په نښه کوو کوم چې د طالبانو یا حقاني شبکې، چې په ایتلافی ځواکونو باندې په بریدونو، د افرادو په قاچاق یا د دې ترهګرو ډلو په مالي مرسته کې ښکيل دي، سره تعلق لري."

هغې وويل، "دا اقدام د جنوبي آسیا لپاره د متحده آيالاتو د ډونلډ ټرمپ د ستراتیژۍ ملاتړ کوي او دغه تروریستي سازمانونه ويجاړوي او هغه کسان په ګوته کوي کوم چې د دوی په فعالیتونو کې د هغوی سره مرسته کوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500