ډيوس، سويټزرلينډ -- د سما تلویزیون د راپور له مخې، وزير اعظم شاهد خاقان عباسي وويل، د سويټزرلينډ په ډیوس ښار کې د نړیوال اقتصادي فورم په کلنيزه غونډه کې به د پاکستان ګډون د میلیاردونو ډالرو سوداګرۍ په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.
عباسي د سه شنبې په ورځ ( د جنورۍ په ۲۳ مه) ډیوس ته راغې. هغه د پجنشنبې د ورځې (د جنورۍ د ۲۵ مې) پورې په دې فورم کې ګډون وکړو.
عباسي د پنجشنبې په ورځ وویل چې هغه په دغه فورم کې د مخابراتو، ګاډو، ټیکنالوژۍ او روغتیايي صنعتونو د نړیوالو مشرانو سره خبرې اترې وکړې.
هغه زياته کړه، پاکستان د متحده ايالاتو سره قوي اړيکې غواړي.