په تربت کې د ۲۰۰ نه زيات بلوچ وسله وال تسلیم شول

پاکستان فارورډ

کويټه -- ډان ورځپاڼې راپور ورکړو چې د ۲۰۰ نه زیات بلوچ وسله والو په تربت کې د پنجشنبې په ورځ ( د جنورۍ په ۲۵ مه) په مراسمو کې خپل وسلې پاکستاني چارواکو ته وسپارلې.

د صوبايي حکومت سرچینو وويل، ډیر وسله وال د منع شوي بلوچستان د آزادۍ ډلې (بي ايل ايف) غړي وو، چې په دوی کې ۱۵ کلیدي قوماندانان شامل ول.

وسله والو په امنیتي ځواکونو په برید کولو او په بلوچستان کې په بمي چاودنو کې برخه اخيستې وه.

د بلوچستان وزير اعلی عبدالقدوس بیزنجو تسليم شوي وسله والو ته د روغې جوړې پروسې د یوې برخې په توګه د ۱۰۰،۰۰۰ روپو (۱،۰۰۰ امريکايي ډالره) چيکونه ورکړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500