په قطر کې د طالبانو دفتر پاکستان ته د سولې خبرو لپاره د تلو تاييد کوي

پاکستان فارورډ

اسلام آباد -- ډيلي ټايمز د جنورۍ په ۲۴ مه ( د چهارشنبې په ورځ) راپور ورکړو چې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر د سه شنبې په ورځ (د جنورۍ په ۲۳ مه) په پاکستان کې د سولې بهیر په اړه د وروستیو خبرو اترو تایید وکړو.

مخکې دا راپور ورکړل شوی و چې د طالبانو د دفتر پنځه سیاسي استازو د دې میاشتې په پیل کې د سولې په اړه د خبرو اترو لپاره پاکستان ته تللی و.

په دغه بيان کې راغلي، "د پاکستان وړاندیز په نظر کې نیولو سره، د [طالبانو] سیاسي دفتر د پنځو کسانو يو ډله د پاکستاني چارواکو سره د خبرو اترو لپاره پاکستان ته ليږلې و."

په دغه بيان کې راغلي، مولوی شهاب الدین دلاور، سید رسول حلیم، محمد سهيل شاهین، جان محمد مدني او قاری دین محمد په دغه پلاوی کې شامل ول.

په دغه بيان کې ويلی شوي چې "پلاوي د افغان شخړو د سیاسي حل په اړه خپل وړاندیزونه د پاکستان سره شریک کړل او د پاکستاني چارواکو خبرې يې هم واوريدلې. وروسته، دغه پلاوي په افغانستان کې د طالبانو مشرانو ته د پاکستان، چين، قطر او نورو هيوادونو د چارواکو سره د خپلو غونډو په اړه معلومات ورکړل."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500