پاکستان په کابل کې په هوټل کې د طالبانو د قتل عام غندنه کوي

پاکستان فارورډ

اسلام آباد -- پاکستان په کابل کې په انټرکانټي نینټل هوټل باندې د جمعې په ورځ (د جنورۍ په ۲۰ مه) د برید په کلکه غندنه کړې ده.

د افغان ځواکونو لخوا د وژل کيدو نه مخکې، شپږو وسله والو په هوټل باندې برید وکړو، ډزې یې وکړې او د ودانۍ يوې برخې ته يې اور ولګولو. د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت له مخې، لږ تر لږه ۱۹ کسان په دې بريد کې ووژل شول.

طالبانو د دې بريد مسوولیت پر غاړه واخیستو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د يو بيان، چې د یکشنبی په ورځ (د جنورۍ په ۲۱ مه ) خپور شو، له مخې، "موږ په دې تروريستي بريد کې د قیمتی انسانانو د ژوند له لاسه ورکولو او د نورو يو شمير کسانو د ژوبل کيدو په اړه ډير زيات غم او خفګان څرګندو."

په دغه بيان کې راغلي، "د [پاکستان حکومت] او د پاکستان خلک د [افغان حکومت] او د افغانستان خلکو سره په دې بزدلانه برید کې یووالی او ملاتړ څرګندوي."

په دغه بيان کې راغلي: "موږ د هغو کسانو لپاره خپله خواخوږي څرګندوو کومو چې خپل عزيزان له لاسه ورکړي دي او مونږ د هغه کسانو د ژر ښه کيدو لپاره دعا کوو کوم چې په دې ناوړه برید کې سخت ټپي شوي دي."

دغه وزارت وویل: "موږ په هر شکل کې د تروریزم په کلکه غندنه کوو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500