يو راپور د داعش د پراختیا د مخنيوي لپاره د پاکستان د هڅو په اړه تفصیلات ورکوي

پاکستان فارورډ

اسلام آباد -- ډان خبري اژانس د دوشنې په ورځ ( د جنورۍ په ۸ مه) په اسلام آباد کې د څيړنيز موسسې د سولې د مطالعاتو لپاره د پاکستان انسټيټيوټ له خولی راپور ورکړو، پاکستان د جنوبي اسیا په دغه هيواد کې د پراختيا لپاره د داعش د هڅو پر ضد مبارزه کوي.

د سولې لپاره د پاکستان انسټيټوټ د يو راپور، چې د یکشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۷ مه) خپورشو، له مخې، د تیر کال په اوږدو کې، داعش د هغه شپږو ترهګريزو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخيستې و چې ۱۵۳ کسان په کې وژل شوي ول.

د سولې لپاره د پاکستان انسټيټوټ يو سينير پروجيکټ منيجر محمد اسماعیل خان له مخې، دا شپږ بريدونه په ۲۰۱۷ کال کې په پاکستان کې ترټولو خونړي بریدونه وو. په دې کې یوځانمرګی بريد په کويټه کې په چرچ باندې د دسمبر په ۱۷ مه ترسره شوی وو چې نهه پاکستانیان په کې وژل شوي او ۴۴ نور ټپیان شوي ول.

د عبدالله خان، چې په اسلام آباد کې د بلې يوې څيړنيزې موسسې، د شخړې او امنیتي مطالعاتو لپاره د پاکستان انسټيټوټ، منيجنګ ډايريکټر دی، له مخې، داعش د پاکستان د نورو سیمو په پرتله د بلوچستان او سيند صوبې زياتې په نښه کړي دي. دا د پاکستان په نورو سيمو کې د سختو امنیتي تدابیرو او د استخباراتو پر بنسټ عملیاتو له امله د ستونزو سره مخامخ شوې ده.

د داعش د پراختیا د هڅو د مخنيوي لپاره، د سولی د مطالعاتو لپاره د پاکستان انسټيټوټ وړاندیز وکړ چې د تروریزم ضد ملي پلان دې د پارلماني نظارت د څارنې لاندې راوستل شي. د سولې د مطالعاتو لپاره د پاکستان انسټيټيوټ نوټ کړه چې چارواکو په ۲۰۱۷ کال کې ۵۲۴ او په ۲۰۱۶ کال کې ۸۰۹ وسله وال وژلې دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500