د پاکستان د نشه یي توکو ادارې په ۲۰۱۷ کال کې ۱،۳۳۸ شکمن قاچاق وړونکي ونيول

پاکستان فارورډ

راولپنډۍ -- جیو نیوز د یکشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۷ مه) د ای اين ايف د ویاند له خولی راپور ورکړو، د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې ځواک (ای اين ايف) په ټول هيواد کې په ۲۰۱۷ کال کې د مخدره موادو ۱،۳۳۸ قاچاق وړونکي، د ۲۷ بهرنيو کسانو په شمول، ونيول.

ای اين ايف ۱۶۴ ميټرک ټنه مخدره توکي او ۵۶ میټرک ټنه ممنوعه کیمیاوي توکي ترلاسه کړې. د ادارې د ویاند له مخې، چارواکو د مخدره توکو يو نړیوال او نهه کورني قاچاق وړونکې سازمانونه له منځه وړلي دي.

په مجموعي توګه، ای اين ايف په تیر کال کې ۱،۱۷۲ کيسونه ثبت کړي.

دغه وياند وويل، د نشه یي توکو پر وړاندې د عملیاتو برسیره، ای اين ايف په ۲۰۱۷ کال کې په ټول هېواد کې ۳۶۴ د پوهاوي او مخدره توکو د استعمال پر ضد فعالیتونه ترسره کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500