پيښور -- ډان خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ ( دجنورۍ په ۴ مه) راپور ورکړو چې د پاکستان امنيتي ځواکونو د تحريک طالبان پاکستان هغه دوه وسله وال ووژل چې تير کال یې د پوځ د يو ميجر په وژلو کې لاس لرلو.
میجر اسحاق، ۲۸ کلن، د نومبر په مياشت کې د خیبر پښتونخواه په ډيره اسماعیل خان ډسټرکټ کې د مطلوب وسله والو د لټون په جریان کې د ډزو په تبادله کې وژل شوی و.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر وويل، شاه او د هغه ملګری د جمعې په ورځ په ورته ډسټرکټ کې د استخباراتو پر بنسټ عملیاتو کې ووژل شول.
د پوځ د عامه اړيکو دفتر وويل، امنيتي پرسونلو څلور کسان هم ونيول.