د اسلام آباد پولیس د ترهګرو سره د تړاو لرونکي خیراتي ادارو خلاف شکایت درج کوي

پاکستان فارورډ

اسلام آباد -- پوليسو په اسلام آباد کې د فلاح انسانيت فاونډيشن (ایف آی ایف)، چې د جماعت الدعوا (جی يو ډي) يوه خیراتي څانګه ده، خلاف يوه ورځ وروسته له هغې ګامونه پیل کړل کله چې د پاکستان حکومت هغه موسسو ته په چندې ورکولو باندې بنديز ولګوو کوم چې د وسله والو ډلو سره تعلق لري.

د اسلام آباد پولیسو د چهارشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۳ مه) په غوري ټاون کې په يو جومات کې د چندې د غوښتلو لپاره د بينر لګولو له امله د فلاح انسانيت فاونډيشن خلاف د لومړیو معلوماتو راپور یا ایف آیي آر درج کړو.

د جنورۍ په لومړۍ نيټه (د دوشنبې په ورځ)، د پاکستان سيکيوريټيز او ايکسچينج کميشن يوه اعلاميه جاري کړه چې هغه سازمانونو او کسانو ته د چندو ورکولو نه کمپنۍ منع کوي کوم چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو د کمیټۍ په لسټ کې شامل دي.

په دې لسټ کې فلاح انسانيت فاونډيشن شامل دی. فلاح انسانيت فاونډيشن د ملګرو ملتونو په لسټ کې د ممنوعه لشکر طیبه وسله والې ډلې او جماعت الدعوا سره تړاو لرونکي ډلې په توګه ثبت شوې ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500