پاکستان د هغه ترورستي سازمانونو سره په مالي مرسته باندې بنديز لګوي کوم چې د ملګرو ملتونو په لسټ کې شامل دي

پاکستان فارورډ

اسلام آباد -- ډان خبري اژانس د سه شنبې په ورځ (د جنورۍ په ۲ مه) راپور ورکړو چې د پاکستان حکومت هغه سازمانونو او کسانو ته د چندو ورکولو نه کمپنۍ منع کړي دي کوم چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو د کمیټې په لسټ کې شامل دي.

د پاکستان سيکيوريټيز او ايکسچينج کميشن د دوشنبې په ورځ (د جنورۍ په لومړۍ نيټه) دا اعلاميه خپره کړه.

د پاکستان حکومت د هر هغې کمپنۍ لپاره د ۱۰ ميليونو روپور ( ۱۰۰،۰۰۰ امريکايي ډالرو) پورې سزا مقرر کړې ده کومه چې په دې امر عمل نه کوي.

سر چينو وويل، دا حاليه اقدام په ځانګړې توګه د فلاح انسانيت فاونډيشن لپاره دی، چې د ملګرو ملتونو په لیسټ کې شامل دی او د ممنوعه لشکر طیبه وسله والې ډلې سره تړاو لري.

د ۲۰۱۰ کال په نومبر کې، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وويل چې فلاح انسانيت فاوډنيشن د لشکر طیبه یو بل نوم دی. دا وسله وال ګروپ په نومبر ۲۰۰۸ کال کې د هندوستان په ممبی کې په هغه برید کې تورن دی چې لږ تر لږه ۱۶۴ کسان په کې وژل شوي ول.

فلاح انسانيت فاونډيشن د جماعت الدعوا يو خيراتي تنظیم دی، چې دا پخپله د ملګرو ملتونو په ليسټ کې يو ترهګر تنظیم ټاکل شوی دی. ځینې کسان دا فکر کوي چې جماعت الدعوا د لشکر جهنګوي يوه مخکښ ډله ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500