اسلام اباد -- د آزادۍ راډیو راپور ورکړو چې پاکستانیانو د چهارشنبې په ورځ (د دسمبر په ۲۷ مه) د پخوانۍ وزير اعظمې، بینظیر بوټو، د وژلو لسمه کلیزه ولمانځله.
بوټو، لومړۍ ښځه وه چې د مسلمان هیواد مشري يې کړې وه، هغه د ۱۹۸۸ نه ۱۹۹۰ پورې او د ۱۹۹۳ نه تر ۱۹۹۶ پورې وزيراعظمه پاتې شوې وه. هغه د ۲۰۰۷ کال د دسمبر په ۲۷ مه په راولپنډۍ کې هغه وخت وویشتلی شوه او ځانمرګی برید پرې وشو کله چې هغې د خپل زوړ دفتر بیرته ترلاسه کولو لپاره کمپاين ترسره کولو.
اندازتاََ ۲۰،۰۰۰ ماتم کوونکي د سیند صوبې په ګړهي خدا بخش کې د هغې مزار ته راټول شول، لکه څنګه چې په تلویزیون ښودل شوي دي.
تر اوسه پورې په دې کيس کې هیڅ څوک نه دې تورن شوی.