پیښور -- ډاڼ خبري اژانس د سه شنبې په ورځ ( د سمبر په ۲۶ مه) راپور ورکړو چې د فاټا د اصلاحاتو په اړه د پاکستان د ملي تطبیق کمیټۍ (اين آی سي) د خيبر پښتونخوا سره د فاټا د يو ځای کيدو منظوري ورکړې ده.
ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې د پاکستان د ملي تطبیق کمیټۍ موافقه هم وکړه چې په ۲۰۱۸ کال کې به د خیبرپښتونخوا په اسمبلۍ کې د شامليدو لپاره د فاټا نه ۲۳ غړي وټاکي.
د ډان خبري اژانس له مخې، د پاکستان د ملي تطبيق کميټۍ پریکړه وکړه چې د استعماري دور د سرحدي سیمو د جرمونو مقررات اختلافي برخې ختم کړي، په داسې حال کې چې نورې برخې به د شخړو د حل لپاره پاتې شي. دا يو میکانیزم دی چې حکومت به يې هله ختم کړي کله چې په فاټا کې یو مناسب عدالتي نظام قايم کړی شي.