د پاکستان او افغانستان په پوله باندې په يوه نښته کې درې پاکستاني پوځیان او ۵ وسله وال ووژل شول

پاکستان فارورډ

راولپنډۍ -- د پوځ د عامه اړيکو دفتر د جمعې په ورځ (د دسمبر په ۲۲ مه) وویل، د پاکستان او افغانستان د پولې په اوږدو کې په مهمند ايجنسۍ کې په يوې نښته کې د فرنټير کور درې سرتيري او پنځه وسله وال ووژل شول.

وسله والو د پولې د هاخوا اړخ نه په پوځيانو هغه وخت ډزې پيل کړې کله چې هغوی په شنکورۍ کلي کې د نوي سرحدي پوست په جوړولو کې بوخت ول.

آی ایس پي آر وویل، ځوابي ډزو پنځه وسله وال ووژل او ډیر یې ټپیان کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500